رانا ثناالله باندې فرد جرم نن هم ثابت نه شو، اوریدنه وځنډول شوه

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د داخله وزير رانا ثناءالله په ضد د نشه يي توکو د قاچاق په مقدمه کې د فرد جرم مقدمه يو ځل بيا وځنډول شوه، عدالت د مقدمې اورېدنه له کوم پرمختګ پرته وځنډوله.

لاهور کې د نشه يي توکو پر ضد ځانګړې محکمې د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله په ضد د نشه يي توکو د قاچاق کيس اورېدنه کړې ده.

رانا ثناءالله د مصروفي له وجې د بجټ غونډې ته حاضر نه شو، د هغه وکيل د حاضرۍ نه د استثنیٰ غوښتنه وکړه چې عدالت هغه ومنله.

د قضیې راتلونکې اوریدنه به د جولای په 23 ټاکل شوې ده.

د یادونې ده چې په وزیرداخله رانا ثناالله د نشه ی توکو د قاچاق مقدمه ثبت شو ده او تر نن پورې په دوی باندې فرد جرم نه دې ثابت شوې .

Leave a reply