د پاکستان اولس مشر د ګلګت بلتستان د ګورنر استعفی منظوره کړې

0
113

باغی ټي وي رپورټ
ولسمشر عارف علوي د ګلګت بلتستان د ګورنر راجه جلال حسین استعفي منلې ده.

ولسمشر د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپیکر امجد علي د ګلګت بلتستان د ګورنر په توګه نومولی دی.
تر څو چې نوی والي نه وي ټاکل شوی، سپیکر امجد علي به د ګلګت بلتستان ګورنر وي.
د پاکستان اولس مشر د سرکاري ټویټر پانړې باندې خپور یو بیان مطابق
اولس مشر ډاکټر عارف علوي د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسین مقپون استعفی منلې ده

ولسمشر د نوي والي، ګورنر تر ټاکلو پورې د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپیکر سید امجد علي د نوي والي په توګه هم نومولی دی.

Leave a reply