افغان زلزله ځپلو سره دې امدادي مرستې پیل شي: قاري نظیم ګل شینواري

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د سیمې یو سماجي او سیاسی شخصیت او د جمعیت علمای اسلام ف ضلع خیبر مشر قاري نظیم ګل شینواري پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان زلزله ځپلي اولس سره دې په پاک افغان پوله تورخم نرمي وشي چې دوی وکولې شي پاکستان ته د درملنې لپاره سفر وکړي.
قاري نظیم شینواري اوویل چې په ۲۲ جون د افغانستان په خوست او پکتیکا کښې د سختې زلزلې له امله په زرګونو افغان وګړي شهیدان شوي او ګنړ شمیر ټپیان شوي دي. نوموړي د ضلع خیبر او نورو پښتنو باندې هم غږ وکړو چې د افغان زلزله ځپلي اولس سره دې مالي او ځاني مرستې وکړي.
نوموړی اوویل چې پاک افغان پوله تورخم او د افغانستان سره نورې سرحدي سیمې دې د افغان زلزله ځپلو په مخ پرانستل شي چې افغان وګړي خپل ټپيان پاکستان ته ورسوي او ددوی ژوند وژغوري.
نوموړي په تورخم پوله پاکستاني چارواکو څخه دا غوښتنه هم وکړه چې هغه افغان وګړي چې په تذکره افغانستان ته سفر کول غواړي، دوی له دې اجازه ورکړل شی چې په افغان تذکره خپل هیواد ته لاړ شي.
هغه اوویل چې په تورخم پوله دې افغان ګړو سره سختي نه شي او په پوله دې دوی سره نرمي وشي ځکه نن سبا افغانان د ژوند ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply