د ضلع خیبر وادي تیراه کوکي خیل متاثرینو واپس ستنیدل به زر پیل شي: بريګيډير رضا الحسن

0
200

باغي ټي وي رپورټ
د تیراه راجګل کوکي خیلو د پاتې سیمو د بیرته ستنیدو په اړه په توردره کې د تیراه راجګل کوکي خیلو او د امنیتي ځواکونو د چارواکو تر منځ لویه جرګه تابیا شوې وه .
په دې مهمه غونډه او جرګه كښې د 27مې بريګيډ بريګيډئير رضا الحسن، د 103 ونګ كرنل تيمور خورشيد خان، د تيرا رائفلز كمانډنټ خرم شهزاد نه علاوه د فورسز اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو۔
د جرګې ګډون والو ته بريګيډير رضا الحسن، کرنل تيمور خورشيد، کرنل خرم شهزاد او نورو چارواکو اوويل چې د تيراه راجګل کوکي خيل ټول متاثرين به وار په وار خپلو سیمو ته واپس لاړ شي او د پاتې سيمو واپسي به هم شروع کيږي۔ نوموړي اوویل چې ډېر زر به په د تیراه په بیلا بیلو سيمو کښې د چاودېدونکو توکو له منځه وړلو کمپاین پیل شي او د بمونو شنډولو ډله به په يادو سيمو کې د چاودېدونکو توکو پر ضد عمليات پيل کړي چې ددې سیمو وګړو ته ځاني زیان و نه رسیږی.

ملک فیض الله جان کوکی خیل، کونسلر حاجی سلیم افریدی، حاجی برکت خان، شیر احمد ابدال خیل، حاجی محمد امین، پیا نور افریدی، حاجی مویز افریدی، حاجی نواب افریدی، زینه ګل افریدی او د خبریال ساجد علی کوکی خیل په شمول دې لوی جرګې ته په وينا کې مشرانو د امنيتي ځواکونو له مسوولينو وغوښتل چې د تيراه راجګل کوکي خېلو د متاثرینو د پاتې سيمې باړې، پچدره، باغ،غاخۍ، پټۍ، تور ساحر، چینګۍ او د خروالي کنډاو متاثری باید په عزف سره خپلو سیمو ته د واپس ستنیدو اجازه ورکړل شي.
مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې په یادو سیمو کښې دې
په يادو سيمو کې دې د بيا ابادۍ، بيارغونې او پراختيايي چارې پيل شي او د لرګو د مافيا او غلو پر ضد دې چارواکو قانوني کاروایی وکړي چې د ځنګلونو د وهنې مخه ونیول شي.

دا خبرونه هم اوګورې

کابل کې د افغانستان ا.ا ځواکونو سره نښته کې دوه وسله وال غله وژل شوي دي

 اوکرایني ځواکونه د دونڅیک ښار پرېښودلو ته اړ شوي دي 

پنجاب اسمبلۍ کښې لانجه او ګډوډي، عدالت ضمانتونه برقرار ساتلي

Leave a reply