اوکرایني ځواکونه د دونڅیک ښار پرېښودلو ته اړ شوي دي

اوکرایني ځواکونه د دونڅیک ښار پرېښودلو ته اړ شوي دي
یو سیمه ییز اوکرایني چارواکي د دې خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې ځواکونو ته امر شوی دی چې له دونېڅک څخه ځانونه وباسي او خپلو نویو مورچو ته لاړ شي.
(2022 / 6 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له تېرو څو اوونیو سختې جګړې وروسته روسي ځواکونو د سوېیردونېڅک ښار کلابند کړی دی او اوکرایني ځواکونو له دغه ښار څخه د وتلو لړۍ پیل کړې ده.
یو سیمه ییز اوکرایني چارواکي د دې خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې ځواکونو ته امر شوی دی چې له دونېڅک څخه ځانونه وباسي او خپلو نویو مورچو ته لاړ شي.
یاد چارواکي ویلي چې د لوهانک ښار دونېڅک ته څېرمه لسچېنسک ښار هم په بشپړه توګه د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.
هغه څرګنده کړې ده چې په دونېڅک کې تر ۲۰۰۰ ډېر اوکرایني عسکر محاصره دي چې په تکتیکي ډول ورته د شاتګ امر شوی دی.






