پنجاب اسمبلۍ کښې لانجه او ګډوډي، عدالت ضمانتونه برقرار ساتلي

0
171

باغی ټي وي رپورټ
عدالت د پنجاب په اسمبلۍ کې د ډپټي سپيکر په ضد د تشدد او لانجې په مقدمه کې د پي ټي آئي د غړو ضمانتونه برقرار ساتلي دي.

د پنجاب اسمبلۍ اجلاس په مهال د پي ټي آئي غړو په ضد د اسمبلۍ په غړو د تشدد او جنګولو مقدمه درج کړې شوې وه چې پکښې فياض چوهان، مسرت چيمه، عابده راجا او نور کسان نامزد کړې شوي وو۔

د ايډيشنل سيشن جج ياسين محل د غړو د ضمانت په درخواست فيصله وکړه او د هغوي ضمانت يې منظور کړ.

په دې موقع د ملزمانو وکيل ووئيل چې د درخواست کوونکو په ضد جعلي او بې بنياده سياسي مقدمه درج شوې ده۔

Leave a reply