ایران د ا.ا.ا ته د مرستې ډاډ ورکړی دی 

0
156

ایران د ا.ا.ا ته د مرستې ډاډ ورکړی دی 

په دې مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو زلزلو بحثونه شوي دي. ایران یو ځل بیا ویلي چې وروستۍ زلزلې خواشیني کړي دي او د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغانانو سره شریکوي.

 

(2022/ 6 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران افغان لوري ته د مرستې ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره تلیفوني خبرې کړې دي.

په دې مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو زلزلو بحثونه شوي دي. ایران یو ځل بیا ویلي چې وروستۍ زلزلې خواشیني کړي دي او د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغانانو سره شریکوي.

تر څنګ یې ویلي چې افغان زلزله ځپلو ته یې د مرستو لومړی کاروان رسېدلی دی خو هڅه کوي چې دا مرستې وغځوي او اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

متقي هم د ایران له مرستو مننه کړې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چې له اړمنو سره پر وخت او اغېزناکې مرستې وکړي.

Leave a reply