د خزانې پخواني وزیر د اتحادي ګوندونو حکومت تورونه رد کړي

0
153

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې پخواني وفاقي وزير شوکت ترين په یو بیان کښې وئيلي دي چې مونږ هيڅ داسې معاهده نه ده کړې چې په هغې باندې مو عمل نه وي کړې، هغه وایی چې زمونږ حکومت هیڅ کوم بارودي سورنګونو دي ایښې او د اتحادي ګوندونو حکومت دا تورونه بې بنیاده دي.

د حکومت د غړو د نيوکو په ځواب کې شوکت ترين وويل چې کوم تړونونه چې مونږ کړي وو ،هغه په ښه توګه کار کوي.

شوکت ترين وويل چې د پټرول په بيعه کې ٨٥ روپۍ او د ډيزلو په بيه کې ١١٥ روپۍ زياتوالى راغلى دى، مونږ د پټروليم ليوي لږ تر لږه کمه کړې وه چې په عام اولس يې بار نه وي خو دې حکومت په عام اولس ډیر بار زیات کړې دې او د اولس ستونزې ی زیاتې کړي دي.

د خزانې پخواني وفاقي وزير زياته کړه چې اوس حکومت د بجلۍ قيمت هم زياتوي چې دا به په اولس باندې یو ډیر لوی بار شي.
دا خبرونه هم اوګورې

 عمران خان ویلي چې امریکا د دۀ پر ګوښه کېدو یو میلیون ډالر ورکړي دي 

پي ټي آیی حکومت هم بدلونونه غوښتل، د قانون وزیر

نیوټرلز مې خبر کړې وو چې سازش روان دې: عمران خان

Leave a reply