د فساد په اړه د عمران خان بیان ۱۰۰ سلنه دروغ دې: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې په فنانشل ايکشن ټاسک فورس (FATF) کښې د پاکستان په ضد دوه ايف آئي آر درج شوي وو.
په لاڑکانه کې د بې نظیر بهټو د کلیزې په مناسبت یوې جلسې ته په وینا کې بلاول وویل چې یوه ایف آی آر د منی لانډرنګ او بله ایف آی آر د ترورېزم د مالي مرستو په اړه ثبت شوې وو.
بلاول دعوه وکړه چې د ايف اے ټي ايف نه پس به د جي ايس پي پلس فرنټ باندې ښه خبر وي۔
بلاول بهټو زرداري پخپله وينا کې دپي ټي ائي په مشر عمران خان هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې دکرپشن په ضد دعمران خان بيان سل فيصده دروغ دى، خان صاحب اؤ دهغه ميرمنې ته به په ملک کشې د فساد کولو په اړه ځواب ورکول وي.
دا خبرونه هم اولولۍ
د اتحادي ګوندونو حکومت د فیټف په اړه د څه کریډټ اخلي؟ شاه محمود قریشي
وزیراعظم شهباز شریف هیله څرګنده کړې چې ملکي چارې به په ښه توګه مخ په وړاندې روانې شي
ددې حکومت بنیادي مقصد هم دادې چې ځان لپاره این آر او واخلي: عمران خان