ایراني پولیسو سلګونو لاریون وال نیولي دي

0
145

ایراني پولیسو سلګونو لاریون وال نیولي دي

اتحاديې ويلي چې يو شمېر لاريونوال نيول شوي او نامالومو ځايونو ته وړل شوي دي. په ايران کې معترض متقاعدين په تنخاوو کې د انډول او د متقاعدينو د تنخاوو د لس سلنې ډيريدو غوښتنه کوي.

 

(2022 / 6 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ايران کې متقاعدو لاريونوالو ويلي چې ځينې ملګري يې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او نامالومو ځايونو ته لېږدول شوي دي.

  د ايران په ۱۶ ښارونو، په ځانګړي ډول تهران، کرج، زنجان، اصفهان، اراک، کرمان، اهواز، مشهد او شيراز کې د متقاعدينو له لوري اعتراضونه پيل شوي دي.

  د ايران د کارګرانو اتحاديې ويلي، په پام کې وه چې له ټولو ښارونو لاريونوال په تهران کې د پلان او بودجې ادارې مخې ته ور ټول شي خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې ده.

  اتحاديې ويلي چې يو شمېر لاريونوال نيول شوي او نامالومو ځايونو ته وړل شوي دي. په ايران کې معترض متقاعدين په تنخاوو کې د انډول او د متقاعدينو د تنخاوو د لس سلنې ډيريدو غوښتنه کوي.

اړوند موضوعات: 

په ایران کې په ګڼو ښارونو کې لا هم د اخوندي رژیم پر ضد لاریونونه روان دي

  په دغه هيواد کې له کلونو راهيسې، متقاعدين، ښوونکي او کارګران له خپل بد اقتصادي وضعيته سر ټکوي او د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

Leave a reply