په ایران کې په ګڼو ښارونو کې لا هم د اخوندي رژیم پر ضد لاریونونه روان دي

په ایران کې په ګڼو ښارونو کې لا هم د اخوندي رژیم پر ضد لاریونونه روان دي
په ایران کې له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې سخت لاریونونه روان دي او لامل یې هم په دغه هېواد کې ګراني او د یوې لوړپوړیزې ودانۍ نړېدل و، چې شاوخوا دېرش کسه پکې ووژل شول.
(2022 / 5 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ایران کې په ګڼو ښارونو کې لا هم د اخوندي رژیم پر ضد لاریونونه روان دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ایرانی حکومت کوښښ کوي چې د لاریونونو راپورونه خپاره نه شي، خو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک لا هم د حاکم نظام پر ضد شعارونه ورکوي او د دوی بې کفایتي په ایران کې د خونړیو پېښو او ګرانیو لامل بولي.
تازه د ایران د ښوونکو ټولنه هم له لاریونونو سره یو ځای شوې ده او وایي چې حکومت د ایران ښوونکو ته هېڅ راز پاملرنه نه کوي او اړتیاوې یې نه پوره کوي.
په ایران کې له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې سخت لاریونونه روان دي او لامل یې هم په دغه هېواد کې ګراني او د یوې لوړپوړیزې ودانۍ نړېدل و، چې شاوخوا دېرش کسه پکې ووژل شول.






