قطر ویلي، چې افغانستان کې د بشري ناورین ختمول نړیوال بحث ته اړتیا لري

0
169

قطر ویلي، چې افغانستان کې د بشري ناورین ختمول نړیوال بحث ته اړتیا لري

د دوی په خبره افغانستان کې د روان بشري ناورین له منځه وړل نړیوال بحث او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او په بنسټیزه توګه په دغه هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو اړتیا ده.

 

(2022 / 5 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  افغانستان کې د بشري ناورین ختمول نړیوال بحث ته اړتیا لري. د قطر د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو دوحه کې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په کوربه توب په جوړه شوې غونډه کې ویلي چې افغانستان کې اوږده جګړه تېره شوې او خلک له یوې خونړۍ جګړې راوتلي، خو له اقتصادي ناورین سره مخ شوي دي.

  د دوی په خبره افغانستان کې د روان بشري ناورین له منځه وړل نړیوال بحث او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او په بنسټیزه توګه په دغه هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو اړتیا ده.

  قطري لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او تر څنګ یې د ګڼو نور هېوادونو استازو هم له افغانستان سره د مرستو ټټر وهلی دی.

Leave a reply