ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو په موخه یو افغان پلاوی دغه هېواد ته ځي

0
175

ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو په موخه یو افغان پلاوی دغه هېواد ته ځي

داسې مهال ایران ته د افغان پلاوي د سفر خبر ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کېږي او هره ورځ سلګونه افغان کډوال په جبر او زور له دغه هېواد ایستل کېږي.

 

(2022 / 5 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو په موخه یو افغان پلاوی دغه هېواد ته ځي. په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له چارواکو سره یې کتلي دي.

د ده په خبره په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو تر څنګ په ایران کې د کډوالو پر اوسني وضعیت خبرې شوې دي او پر دې هوکړه شوې چې افغان پلاوی به د کډوالو وضعیت دارزولو لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.

داسې مهال ایران ته د افغان پلاوي د سفر خبر ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کېږي او هره ورځ سلګونه افغان کډوال په جبر او زور له دغه هېواد ایستل کېږي.

Leave a reply