شمالي وزیرستان کښې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
په خیبر پښتونخوا کښې ضم قبایلی سیمو په ځانګړي توګه په شمالي وزیرستان کښې ځانمرګي او ترهګریز بریدونه زیات شوي دی.

د یادونې ده چې پرون هم د شمالي وزیرستان په رزمک سب ډویژن کې د امنیتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی برید شوی وو، د سرچینو ترمخه دا برید د شمالي وزیرستان د تحصیل دوسلي په سیمه کې د ګردي چیک پوسټ سره نزدې وشو.
د سرچینو ترمخه په بريد کې دوه امنيتي پرسونل نائيک بنارس او يو عسکر منصف ژوبل شوي دي.
د سرکاري او روغتون سرچینو مطابق په دې برید کې ده ماشومان هم ژوبل شوې وو، یو ماشوم یونس لس کلن چې د پلار نامه ی عمران ده او ۱۱ کلن محراب د ناجدار زوی د نازک حالت له امله د میرانشاه ډي ایچ کیو روغتون ته ورسول شول.
ځایی خلقو کښې په هره ورځ د ترهګریز بریدونو له امله ډارخپور شوې دې او د امنیتي چارواکو څخه ی غوښتنه کړي ده چې په سیمه کښې د ځایی اولس ژوند خوندی ساتلو لپاره ګامونه پورته کړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *