کندهار نه د ۹۶ میلیونه ډالرو پۀ ارزښت ممیز بهر ته صادر شوي 

0
122

کندهار نه د ۹۶ میلیونه ډالرو پۀ ارزښت ممیز بهر ته صادر شوي 

د کندهار ولایت سوداګرۍ خونه وایي چې له یاد ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او یوازې په تېر کال کې د څه باندې ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر ممیز بهر ته صادر شوي دي.

 

(2022 / 6 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې له دغه ولایت څخه د ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت ممیز بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار ولایت سوداګرۍ خونه وایي چې له یاد ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او یوازې په تېر کال کې د څه باندې ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر ممیز بهر ته صادر شوي دي.

د سوداګریزو چارو شنونکي د کندهار ولایت څخه بهر ته د ممیزو پر صادراتو خوښ دي خو زیاتوي چې که چېرته په کور دننه د ممیزو او نورو میوو لپاره سړې خونې جوړې شي نو ګټه به یې د حاصلاتو پر وخت تر صادراتو څو برابره ډېره وي.

Leave a reply