ایران له افغانستان سره د اقتصادي‌ او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی

0
251

 ایران له افغانستان سره د اقتصادي‌ او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی

د ایران سفارت وايي‌ دوی ددې غوښتونکي‌ دي‌ چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري‌ اسانه شي‌ او سوداګر وکړی شي‌ په اسانه او ډاډمنه فضا کې پانګونه وکړي.

 

(2022 / 6 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران له افغانستان سره د اقتصادي‌ او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی.

  په کابل کې د ایران سفارت وايي‌ چې ددغه سفارت مرستیال د خوست ولایت ته سفر کړی دی څو په دغه ولایت کې د ایراني پانګه والو د پانګونې لپاره فرصتونه وګوري.

  ایراني‌ ديپلومات ویلي‌ دوی په دې لټه کې دي‌ چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي‌ او سوداګریزې اړېکې پراخې کړي.

  د ایران سفارت وايي‌ دوی ددې غوښتونکي‌ دي‌ چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري‌ اسانه شي‌ او سوداګر وکړی شي‌ په اسانه او ډاډمنه فضا کې پانګونه وکړي.

اړوند موضوعات: 

افغان او ایراني لوري پر ګډه سوداګرۍ خبرې کړې دي  

   ایران تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و او تمه لري‌ چې وکړی شي‌ له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري.

Leave a reply