م،م خبر ورکړی چې، ښايي شمالي کوریا اټومي ازمویښتونه ترسره کړي

م،م خبر ورکړی چې، ښايي شمالي کوریا اټومي ازمویښتونه ترسره کړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې خبر ورکړی که شمالي کوریا داسې یو اقدام ترسره کړي نو له نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله ښايي له سختو بندیزونو سره مخ شي.
(2022 / 6 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ښايي شمالي کوریا اټومي ازمویښتونه ترسره کړي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې شمالي کوریا په پرله پسې توګه د ګڼو بالستیک توغندیو ازمویښت ترسره کړی دی.
د دغه ادارې په خبره دا هر څه ښيي چې شمالي کوریا د اټومي ازمویښتونو لپاره تیاری نیسي. شماليکوریا د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې اټومي وسله ازمویلې وه او اوس ملګري ملتونه وايي چې ښایي یو ځل بیا دا ازمویښت ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې خبر ورکړی که شمالي کوریا داسې یو اقدام ترسره کړي نو له نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله ښايي له سختو بندیزونو سره مخ شي.






