امریکا کې بیا هم وسله وال برید شوی او مرګ ژوبله لري

امریکا کې بیا هم وسله وال برید شوی او مرګ ژوبله لري
پولیس وایي چې وسله وال له سیمې تښتېدلی خو دوی یې په اړه پلټنې پيل کړې دي. په وروستیو کې په امریکا کې دغه ډول وسله وال بریدونه ډېر شوي دي چې امریکايي حکومت ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.
(2022 / 6 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا کې بیا هم وسله وال برید شوی او مرګ ژوبله لري. د راپورونو له مخې د امریکا په ایروزینا کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې دي او نهوو کسانوته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ایروزینا ایالت امنیتي مسوولین وایي چې وسله وال کسه له خپلې وسلې په استفادې د یوه ستر پلورنځي مخې ته پر خلکو ډزې کړې دي چې له امله یې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
اړوند موضوعات:
امریکا کې وسلوال برید؛ پنځه کسه پکې وژل شوي دي
پولیس وایي چې وسله وال له سیمې تښتېدلی خو دوی یې په اړه پلټنې پيل کړې دي. په وروستیو کې په امریکا کې دغه ډول وسله وال بریدونه ډېر شوي دي چې امریکايي حکومت ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.





