د ترکیې سفارت وايي، چې په کابل کې یې له سلګونه بېوزله کورنیو سره بشري مرسته کړې ده

د ترکیې سفارت وايي، چې په کابل کې یې له سلګونه بېوزله کورنیو سره بشري مرسته کړې ده
څو ورځې وړاندې یونیسف هم ورته خبره کړې او ویلي یې ول، چې که د دغه هېواد اقتصادي وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي تر ۲ میلیونه زیات ماشومان ژوند له لاسه ورکړي.
(2022 / 6 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې سفارت وايي، چې په کابل کې یې له سلګونه بېوزله کورنیو سره بشري مرسته کړې ده.
سفارت ویلي، دا مرستې چې د یوه رېلګاډي په وسیله افغانستان ته لېږل شوې وې، پر هغو کورنیو وېشل شوې دي، چې د خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي.
د دوی په وینا، چې له بېوزله افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ترکیې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له اړو کورنیو سره بشري مرستې کړې او ژمنه یې کړې چې په دې برخه کې به خپلې همکاري غځوي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د دغه هېواد وګړي له سختې لوږې سره لاس و ګریوان دي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې د افغانستان تقریباً ټول اوسېدونکي کافي خاوړه نه لري.
څو ورځې وړاندې یونیسف هم ورته خبره کړې او ویلي یې ول، چې که د دغه هېواد اقتصادي وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي تر ۲ میلیونه زیات ماشومان ژوند له لاسه ورکړي.






