امریکا کې وسلوال برید؛ پنځه کسه پکې وژل شوي دي 

0
127

امریکا کې وسلوال برید؛ پنځه کسه پکې وژل شوي دي 

راپورونه وایي چې یو وسله وال کس د دنور ښار په یوه میټرو کې په خلکو ډزې کړې دي او له هغه ځایه څنګلوري لیکوود ته تللی دی او هلته هم پر خلکو تر ډزو وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

 

(2021 / 12 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا کې په دوو جلا وسله والو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا پولیس چارواکو ویلي چې د امریکا د کلوراډو ایالت په دنور او لیکوود سیمو کې په وسله والو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور سخت ټپيان شوي دي.

راپورونه وایي چې یو وسله وال کس د دنور ښار په یوه میټرو کې په خلکو ډزې کړې دي او له هغه ځایه څنګلوري لیکوود ته تللی دی او هلته هم پر خلکو تر ډزو وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

اړوند موضوعات: 

امریکا د یو وسلوال برید پایله کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

تر اوسه پورې د پېښې انګېزه څرګنده نه ده خو پولیسو ویلي چې ممکن سړي رواني ناروغي لرله خو ټینګار یې کړی دی چې تر څېړنو وروسته به وروستي معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

Leave a reply