امریکا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

امریکا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د ده په خبره په دا دوه ورځنی سفر یې ګټور و او ټینګار شوی چې تاشکند به له افغانستان سره مرستې ډېروي. د وېسټ په خبره دمګړی تاشکند افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو مرکز دی او په دې برخه کې یې پوره همکاري کړې ده.
(2022 / 5 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې ازبکستان ته په دوه ورځني سفر تللی و او ددغه هېواد له چارواکو سره یې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د ده په خبره په دا دوه ورځنی سفر یې ګټور و او ټینګار شوی چې تاشکند به له افغانستان سره مرستې ډېروي. د وېسټ په خبره دمګړی تاشکند افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو مرکز دی او په دې برخه کې یې پوره همکاري کړې ده.
اړوند موضوعات:
په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه پای ته رسېدلې ده
ویسټ دغه راز زیاتوي چې له ازبکستاني لوري سره یې د افغانستان د برېښنا پر مسئله خبرې کړې دي او دغه هېواد ژمنه کړې چې افغانستان ته به د برېښنا جریان ادامه ولري.





