ترکیې د داعش ډلې د یو مشر د نیولو خبر ورکړی دی 

0
143

ترکیې د داعش ډلې د یو مشر د نیولو خبر ورکړی دی 

د ترکیې یو لوړپوړي دولتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بلومبرګ خبري شبکې ته د داعش ډلې د مشر نیول کېدل تایید کړي دي او ویلي یې دي چې پر دې اردوغان ته هم د نوموړي د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.

 

(2022 / 5 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ترکیې د داعش ډلې د نوي مشر د نیولو ادعا کړې ده. دا خبر د ترکیې د اودا تلویزیون پر ویبپاڼه خپور شوی دی او پکې ویل شوي چې د ترکيې پولیسو تېره اوونۍ په استانبول ښار کې د داعش ډلې نوی مشر حسن الهاشمي القریشي نیولی دی او په خبره یې په دې عملیاتو کې لږ تر لږه یو ډز هم نه دی شوی.

په راپور کې ویل شوي چې د داعش د مشر نه پوښتنې روانې دي او د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان به په راتلونکو ورځو کې په دې تړاو جزیات وړاندې کړي.

د ترکیې یو لوړپوړي دولتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بلومبرګ خبري شبکې ته د داعش ډلې د مشر نیول کېدل تایید کړي دي او ویلي یې دي چې پر دې اردوغان ته هم د نوموړي د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس بیا له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې د ترکي رسنیو په حواله دا خبر تاییدولی شي.

Leave a reply