کډوالو چارو وزارت: تېرو نهو میاشتو کې کابو ۹ زره افغان کډوال ایران پۀ زور را ایستلي دي
کډوالو چارو وزارت: تېرو نهو میاشتو کې کابو ۹ زره افغان کډوال ایران پۀ زور را ایستلي دي
خروټي زیاته کړې ده چې دوی په وار وار له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د بد چلند په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي او دوی له ایرانه غواړي چې له افغان کډوالو سره پر بد چلند تورن کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
(2022 / 5 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې ایران په تېرو نهو میاشتو کې شاوخوا اووه سوه زره افغان کډوال را ایستلي دي.
د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي په هرات کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په تېرو نهو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا اووه لکه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي چې لوړ شمېر یې په زور را ایستل شوي دي.
خروټي زیاته کړې ده چې دوی په وار وار له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د بد چلند په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي او دوی له ایرانه غواړي چې له افغان کډوالو سره پر بد چلند تورن کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته له افغانستان څخه د کډوالۍ بهیر چټک شوی دی او ډېری خلک له غیر قانوني لارو ایران او پاکستان ته اوښتي دي.