ملا برادر شعیه عالمانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې، ا.ا د واک انحصار نغواړي 

0
191

ملا برادر شعیه عالمانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې، ا.ا د واک انحصار نغواړي 

نوموړي دا څرګندونې له یو شمېر افغان شعیه دیني عالمانو او مخورو سره په کتنه کې کړې دي. ملا برادر زیاته کړې ده چې د افغانستان پرمختګ د دې هېواد د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او په وینا یې، د ا.ا غېږه د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده.

 

(2022 / 5 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دوی د واک د انحصار نیت نه لري.

نوموړي دا څرګندونې له یو شمېر افغان شعیه دیني عالمانو او مخورو سره په کتنه کې کړې دي. ملا برادر زیاته کړې ده چې د افغانستان پرمختګ د دې هېواد د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او په وینا یې، د ا.ا غېږه د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده.

هغه ټینګار کړی دی چې د خلکو هوساینه او اقتصادي ثبات د ا.ا لومړیتوب دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

په ورته وخت کې شعیه عالمانو او مخورو ویلي چې دوی تل د ا. نظام ملاتړ کړی دی او هغه کړنې غندي چې روان نظام کمزوری کوي.

Leave a reply