یو شمېر مدني ټولنو او ګوندو لۀ ا.ا غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي 

0
139

یو شمېر مدني ټولنو او ګوندو لۀ ا.ا غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي 

دغو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي شوراګانو د یو پریکړه لیک په خپرولو سره وویل، د نجونو زده کړې د افغانستان ولس سره کرښه ده او نه باید د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شي. هغوی دغه راز خبرداری ورکړ چې د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي به خلک کډوالي ته اړ کړي چې له امله به یې هېواد ته سخت اقتصادي او سیاسي زیانونه واوړي.

 

(2022  / 4 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

که څه هم یوه میاشت کېږي چې په افغانستان کې ښوونیز کال پیل شوی، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

په کابل کې یو شمیر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي شوراګانو په همدې هدف یوې خبرې ناستې پر مهال له ا.ا غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي او پرېنږدي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي پاتې شي.

دغو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي شوراګانو د یو پریکړه لیک په خپرولو سره وویل، د نجونو زده کړې د افغانستان ولس سره کرښه ده او نه باید د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شي.

هغوی دغه راز خبرداری ورکړ چې د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي به خلک کډوالي ته اړ کړي چې له امله به یې هېواد ته سخت اقتصادي او سیاسي زیانونه واوړي.

اړوند موضوعات: 

امریکا بیا ځلي پر ا.ا غږ کړی چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي 

بل لور ته د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی لا هم د ا.ا د مشرتابه امر ته په تمه دي، هغه وایي، هر وخت چې مشرتابه امر وکړ، دوی د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

Leave a reply