پي ټي آیی قامي اسمبليو غړیو استعفی ورکولو باجود څوکۍ نه دي پریښې،سرکاري ګاړي ی هم نه دې واپس کړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د اسمبلۍ غړو له استعفی لس ورځې تېرې شوې، خو د پخواني واکمن ګوند شاوخوا یوولس غړي لا هم د اسمبلۍ د سټېنډنګ کمېټو پر چوکیو ناست دي.
د پي ټي آئي غړو استعفي ورکولو سره ددوي چيرمين شپ هم ختم شو ولي اوس هم دغه چيئرمينانو ته سهولتونه ورکول کيږي کوم چي غيرقانوني ده۔
دسرچينو ترمخه دقومي اسمبلۍ چيئرمين ته څلور ملازمان اؤ داستعفي کميټۍ لپاره يو ګاړې هم ورکړل شوي دي اؤ دپي ټي ائي داستعفي شوي چيئرمينانو دقومي اسمبلۍ ګاړي اوس هم ددوی استعمال لاندې دي.
د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ فيصله کړې ده چې د ګاړو واپسۍ لپاره دې ټولو پخوانيو چيئرمينانو او نورو مشرنو سره ډير زر تماس نيولې شي۔
دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي داستعفي شوي چيئرمين او چيئرپرسن څخه به ګاړي او نور ضروري سامان بيرته اخستل کيږي او دقومي اسمبلۍ عملې داستعفې سره سم سيکرټري ته راپور ورکړى دى.






