صدر پاکستان ډاکټر عارف علوی د شهباز شریف د کابینې وزیرانو څخه سوګند واخستو

0
171

باغی ټي وي رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي د شهباز شریف د کابینې د دريو وفاقي وزيرانو ته سوګند ورکړو.

په ايوان صدر کې د سوګند پورته کولو په دستوره کې صدر عارف علوي وفاقي وزيرانو جاويد لطيف، سالک چوهدري او آغا حسن بلوچ څخه سوګند پورته کړو. د سوګند پورته كولو په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف هم موجود وو۔

د وفاقي وزيرانو حلف اخيستو کښې د مسلم ليګ نون، ق ليگ او بي اين پي مينګل د قومي اسمبلۍ غړي هم شامل دي۔ولسمشر د بي اين پي له مشر محمد هاشم نوزيزي څخه هم سو ګند واخستو.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې ولسمشر ډاکټر عارف علوي د ناروغۍ له امله له لومړي وزير شهباز شريف او د وفاقي کابينې له غړو نه سوګند نه وو اخستې او د سینیټ چیرمین صادق سنجراني ترې سوګند اخستې وو.

Leave a reply