د قامي سلامتیا مهمه غونډه نن کیږي

0
173

باغي ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ مهمه غونډه نن كېږي۔دسرچينو ترمخه دقومي سلامتۍ کميټۍ غونډه ماسپښين دوه بجې رابلل شوې ده چې پکې به د پاکستان فوځ سرلښکر اؤ وفاقي وزيران ګډون کوي.
سرچينې وائي دقومي سلامتۍ کميټۍ په غونډه کې امريکا کې پخوانى سفير اسد مجيد خان هم رابلل شوى دى.
سرچينې وائي چې اسد مجيد به کميټۍ ته ددغه تور په حقايقو بريفنګ ورکوي.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين او پخواني وزيراعظم عمران خان د مارچ په 27مه نيټه په اسلام آباد کښي د يوي جلسي په مهال يو خط ښودلې وو چي پکښي د يو ډير طاقتور ملک لخوا د ده د حکومت د نسکورولو سازش په اړه دعوی شوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت وروسته ددې سازش او لیک په اړه په اسلام اباد کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته احتجاج هم کړې وو.

Leave a reply