د افغانستان نوي بنسټ ګوند رئیس د ا.ا د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی 

0
212

د افغانستان نوي بنسټ ګوند رئیس د ا.ا د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي او یو شمېر نورو افغان مشرانو د یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.

 

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وړمه ورځ د ا.ا.ا کابینې پرېکړه وکړه چې د سیاسي او علمي شخصیتونو هېواد ته د بېرته راستنېدو پۀ موخه یو ګډ کمیسیون جوړ کړي.

د افغانستان نوي بنسټ ګوند رئیس احمدالله علیزی د یادې پرېکړې هر کلی کړی، د افغانستان نوي بنسټ ګوند مطبوعاتي دفتر یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي:

 

” د افغانستان نوي بنسټ ګوند رئیس احمدالله علیزی د ا.ا. د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې لۀ مخې یې د سیاسي مشرانو، علمي شخصیتونو او مشرانو بېرته هېواد ته د راستنېدو پۀ موخه ګډ کمیسیون جوړ کړ.
نوموړی دغه ډول پرېکړې د دې هېواد د ښېرازۍ، آبادۍ او جوړېدو لپاره غوره اقدام ګڼي او پۀ ټولو افغانانو غږ کوي چې پۀ تېر کې رامنځته شویو عقدو، ستونزو او خوابدیو ته د پای ټکی کېږدي او کوم چانس چې اوس د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ لپاره پۀ لاس ورغلی، ورڅخه سالمه اسفتاده وکړي؛ تر څو ټولو ناخوالو، ستونزو او مصیبتونو ته د پای ټکی کېښودل شي.
احمدالله علیزی یو ځل بیا پۀ ټولو افغانانو پۀ ځانګړي ډول افغان سیاسیونو غږ کوي چې د هېواد د آبادۍ او سمسورتیا لپاره یو بل ته لاس ورکړي او شته ستونزې د خبرو لۀ لارې حل کړي.
همدارنګه د ا.ا لۀ خوا د ورته پرېکړو هرکلی او لۀ افغانستان څخه د تللیو شخصیتونو د بیرته راګرځېدو لپاره د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه کوي.”

اړوند موضوعات: 

اروپایي ټولنې د ا.ا د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی

د یادونې ده چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي او یو شمېر نورو افغان مشرانو د یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.

 

Leave a reply