نصیب شاه شینواري
نن د زیارت په ورځ په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان د همکارۍ ټولنې تر سیوري لاندې د الخدمت فاونډیشن چاروکو له لوري افغان چارواکو او اولس ته ډالۍ کړې شوې.
د الخدمت فاونډیشن مسوولین خالد وقاص د تورخم په پوله، د تورخم تحصيلدار غنچه ګل مهمند او نورو چارواکو د امدادي سامانونو ۱۹ ټرکونه افغان ځپلي اولس لپاره د افغانستان اسلام امارت مشرانو ته وسپارل.
د افغانستان اسلامي امارت د الخدمت فاونډیشن او د پاکستاني چارواکو څخه په ځانګړې توګه مننه وکړه او د افغان جنګ ځپلي اولس سره ی په دې سخت وخت کې ددوی بشري مرستو کولو په ښو ټکو کې ستاینه وکړه.
د الخدمت فاونډیشن د چارواکو مطابق په دې بشري مرستو کې خوراکي او غیرخوراکی توکي شامل وو او ددې مرستو ارزښت ۳۱.۸ ملیونه روپۍ وو.
په پاک افغان پوله تورخم بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارل شوې










Leave a Reply