ترکمنستان کې د افغانستان نوي سفیر نن رسماً دنده پیل کړه 

0
448

ترکمنستان کې د افغانستان نوي سفیر نن رسماً دنده پیل کړه 

په ورته وخت کې په ترکمنستان کې د ا.ا له لوري نوي ټاکل شوي سرپرست سفیر د کوربه هېواد استازو او افغانانو ته ډاډ ورکړی دی چې افغان سفارت به په ټول توان ټول هغه خدمات چې د سفارت په لایحه وظایف کې دي په بشپړ تعهد او اخلاص سره وړاندې کړي.

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ترکمنستان کې د ا.ا له لوری نوي معرفي شوي سرپرست سفیر خپله دنده پیل کړې ده.

د حکومت د ویاند مرستیال ویلي چې بهرنیو چارو وزارت په عشق اباد کې د افغان سفارت کارکوونکو ته فضل محمد صابر د نوی سرپرست سفیر په توګه ور پېژندلی دی.

بلال کریمي په یادو مراسمو کې د ترکمنستاني چارواکو له قوله ویلي چې افغانستان او ترکمنستان د ټاپ، ټاپي په څېر نورې سترې پروژې لري چې د سفارت په همکارۍ به یې پلي کولو ته هڅې کوي.

Leave a reply