ټرمپ وایي له افغانستان د امریکا تښتې روسیه زړه وره کړه 

0
56

ټرمپ وایي له افغانستان د امریکا تښتې روسیه زړه وره کړه 

هغه په نړۍ کې د روان وضعیت ټول مسوولیت پر بایډن اچوي او دا ادعا هم کوي چې د ده د بې کفایتۍ له امله په افغانستان کې د اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پاتې دي.

 

(2022 / 2 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې د بایډن کمزورې ادارې او بې کفایتۍ امریکا نړۍ ته ذلیله کړې ده.

د ده په خبره له افغانستان د امریکايي ځواکونو د تېښتې بڼه چین او روسیې په خلاصو سترګو کتله او دا یې ولیدله چې امریکا په څومره ذلالت او بې کفایتۍ له افغانستان پښې سپکولې.

ټرمپ وایي همدې مسایلو روسیې ته دا جرات ورکړی چې نن د مذاکراتو پر ځای د زور له لارې د اوکراین مسئله حلول غواړي.

هغه په نړۍ کې د روان وضعیت ټول مسوولیت پر بایډن اچوي او دا ادعا هم کوي چې د ده د بې کفایتۍ له امله په افغانستان کې د اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پاتې دي.

اړوند موضوعات:

ټرمپ خپلو پلویانو ته پۀ وینا کې ویلي چې د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته میدان ته راګرځم

ټرمپ ټینګار کړی چې که دی په سپینه ماڼۍ کې وی امریکا به دومره نه وه سپکه شوې لکه اوس چې سپکېږي.

Leave a reply