پاکستان او هند افغانستان ته د غنمو د لېږد پر میکانیزم هوکړې ته رسېدلي دي

0
157

پاکستان او هند افغانستان ته د غنمو د لېږد پر میکانیزم هوکړې ته رسېدلي دي

د دې میکانیزم له مخې شاوخوا ۶۰ افغان لارۍ او چلوونکي یې دا جواز ترلاسه کوي چې له افغانستان تر واګه بندر لاړې شي او دا غنم افغانستان ته را ولېږدوي.

 

(2022 / 2 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ د واګه بندر له لارې له افغانستان سره د مرسته شوو غنمو پر سر مذاکرات پایلې ته رسېدلې دي.

سرچینه وايي چې دواړو لورو د دې غنمو د لېږد پر یوه میکانیزم توافق کړی دی او تمه لري چې ژر وکړی شي ۵۰ زره ټنه غنم اړمنو افغانانو ته ورسوي.

د دې میکانیزم له مخې شاوخوا ۶۰ افغان لارۍ او چلوونکي یې دا جواز ترلاسه کوي چې له افغانستان تر واګه بندر لاړې شي او دا غنم افغانستان ته را ولېږدوي.

پاکستان داسې مهال دې توافق ته غاړه اېښې چې تازه ټاکل شوې د هند مرسته شوي غنم د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ولېږدول شي او په افغانستان کې پر اړمنو ووېشل شي.

Leave a reply