پخواني ولسمشر له افغانستان سره د چین د بشر دوستانه مرستې هرکلی کړی
پخواني ولسمشر له افغانستان سره د چین د بشر دوستانه مرستې هرکلی کړی
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې چین د افغانستان دوست گاونډی هېواد دی او هیله يې ښودلې چې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
(2022 / 2 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د چین بشردوستانه مرستو هرکلی کړی دی.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې چین د افغانستان دوست گاونډی هېواد دی او هیله يې ښودلې چې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته چین له افغانستان بشري مرستې زیاتې کړې دي. دغه هېواد وايي، په ۷۳۰ ټنو غنمو بار یو اورګاډي د افغانستان پر لور حرکت کړی دی.
اړوند موضوعات:
چین له افغانستان سره د ۵۰۰ ټنو خوراکي توکو مرسته کوي
کابل کې د چین سفیر ویلي، چې دغه غنم به د نوي میلادي کال په مناسبت له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته لیږدول کیږي.