چین له افغانستان سره د ۵۰۰ ټنو خوراکي توکو مرسته کوي

وانګ یو ژمنه کړې چې چین له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دی او په دې سختو شرایطو کې به د افغانانو لاسنیوي ته ادامه ورکوي.
چین تر دې وړاندې هم په بېلو برخو کې بشردوستانه مرستې کړې دي او وایي چې د ژمي په موسم کې به خپلې مرستې نورې هم ډېرې کړي.
( 2022 / 1 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پر خوراکي او نورو مرستندویه توکو بار اورګاډی افغانستان ته رسېږي او ژر به په دغه کاروان کې شته توکي پر اړمنو افغانانو ووېشي.
نوموړی وایي چې په دې توکو کې خوراکي مواد، غوړي، بوره اوړه او نور مواد شامل دي.