برېټانوي چارواکو یو ځل بیا د بشري مرستو پر رسونې او ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی

0
68

برېټانوي چارواکو یو ځل بیا د بشري مرستو پر رسونې او ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او له افغانانو سره پر مرستو خبرې شوې دي. برېټانوي ديپلومات ویلي چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او هڅه کوي د بشري مرستو په برخه کې اسانتیاوې او پراختیا راولي.

 

(2022 / 1 / 31    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي هوګو شارټر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په دوحه کې یې د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي.

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او له افغانانو سره پر مرستو خبرې شوې دي. برېټانوي ديپلومات ویلي چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او هڅه کوي د بشري مرستو په برخه کې اسانتیاوې او پراختیا راولي.

نوموړي همدا راز ویلي چې د ښوونځیو دروازې باید پرانیستل شي او نجونو ته دې اجازه ورکړل شي چې زده کړې او تحصیلات وکړي.

همدا راز په دې لیدنه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

افغان لوري هم ویلي چې دوی له نړیوالو سره د پراخو او پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي او هېچا ته به د ګواښ پېښېدو اجازه ور نه کړي.

Leave a reply