د تخلیې د ماموریت پۀ اړه د پنټاګون چارواکي کانګریس ته سپیناوي ته وړاندې کېږي 

0
87

د تخلیې د ماموریت پۀ اړه د پنټاګون چارواکي کانګریس ته سپیناوي ته وړاندې کېږي 

استازي وایي ښايي لویډ آسټین د افغانستان په اړه له سختو پوښتنو سره مخ شي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د امریکا ددفاع او بهرنیو چارو وزیران د کانګریس پوښتنو ته ځواب ووايي، خو د نامعلومو دلایلو له امله دا استجواب تر دې دمه ځنډول شوی و او ټاکل شوې چې کانګریس روانه اونۍ خپلې پوښتنې د پنټاګون له مشر سره مطرح کړي.

(2022 / 1 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ددفاع وزیر به د تخلیې ماموریت او افغانستان کې د امریکا د ماموریت د وروستیو اونیو په اړه کانګریس ته سپیناوی ورکړي.

امریکایي رسنۍ وایي چې جنرال آسټېن به روانه اونۍ د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو او پوځي چارو د کمېټې په غونډه کې حضور ولري.

د امریکا د کانګریس غړو ویلي، امریکایي حکومت د تخلیې ماموریت، سرتېرو د ایستلو او حضور د وروستیو اونیو په اړه وضاحت ورکړی دی، خو دا کافي نه دی.

اړوند موضوعات: 

د امریکا د دفاع وزیر وایي چې لۀ افغانستان څخه یې د تخلیې ماموریت بریالی ؤ؛ خو د افغانستان د وضعت پۀ اړه بې ځوابه دی

Leave a reply