پیښور کې زیات شمیر پولیس اهلکار د کلیسا په امنیت مقرر شوي دي
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې زیات شمیر پوليس اهلکار د پېښور په بېلا بېلو برخو کې د کليساګانو د ساتنې لپاره مقرر شوي دي.
د یادونې ده چې پرون په ۳۰ جنوري د پیښور په رینګ روډ نامعلومه وسله والو د یوې کلیسا په پادري ډزې پیل کړي او په پایله کی ی یو پادري اووژل شول.
د پولیسو له خوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې ددې پیښې پلټنې کوي او په پیښور کې د عیسایی اقلیت د عبادت په ځایونه زیات شمیر اهلکار مقرر کړي چې ددوی امنیت ټینګ کړې شي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې نن آیی جی بولیس معظم جاه هم د پیښور رینګ روډ دوره وکړه چرته چې پرون یو پادري د نامعلومه وسله له لوري په ډزو اووژل شول، آیی جي ته د پیښې په اړه معلومات ورکړل شول.