سږ کال د کندهار د پنبې حاصلات ښۀ شوي؛ خو د خرڅلاو بازار نلري

سږ کال د کندهار د پنبې حاصلات ښۀ شوي؛ خو د خرڅلاو بازار نلري
بزګران وايي د پنبو په کروندو یې ډيرې پيسې مصرف کړي خو سږ کال یې حاصلات په مارکېټ کې بازار نه لري. دوی وايي که حکومت د دوی محصولاتو ته مارکېټ پیدا نه کړي نو بېرته به د کوکنارو کرولو ته مخه کړي.
(2022 / 2 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سږ کال د هیواد جنوبي ولایت کندهار کې د پنبې حاصلات ډېر شوي دي.
بزګران وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په یاد ولایت کې د پنبې حاصلات ډير شوي خو مارکېټ نه لري. دوی وايي که څه هم سږ کال په هېواد کې وچکالي وه خو پنبه کمو اوبو ته اړتیا لري او حاصلات یې ډیر شوي دي.
بزګران وايي د پنبو په کروندو یې ډيرې پيسې مصرف کړي خو سږ کال یې حاصلات په مارکېټ کې بازار نه لري. دوی وايي که حکومت د دوی محصولاتو ته مارکېټ پیدا نه کړي نو بېرته به د کوکنارو کرولو ته مخه کړي.
د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د پنبې کرنه زیاته شوې خو بزګران شکایت کوي چې د طبابت او نورو برخو لپاره پنبې له بهره هېواد ته راواردیږي او داخلي تولیداتو ته زمینه سازي نه کیږي.






