د نیویارک ټایمز د راپور پۀ اساس تېرو شپږو میاشتو کې یو میلیون افغانان ایران ته اووښتي دي
د نیویارک ټایمز د راپور پۀ اساس تېرو شپږو میاشتو کې یو میلیون افغانان ایران ته اووښتي دي
ملګرو ملتونو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي نو ممکن دغه هېواد له بېساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.
(2022 / 2 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی چې واک ته د افغانستان ا.ا تر رسېدو وروسته یو میلیون افغانان ګاونډي هېواد ایران ته اوښتي دي.
راپور کې د لېږد رالېږد د یو خصوصي شرکت د رییس اسماعیل جوانمرد له قوله راغلي چې په ورځني ډول لږ تر لږه څلور زره کسان له افغانستان څخه ایران ته اوړي. هغه زیاته کړې ده چې ایران ته د کډوالۍ لامل په هېواد کې بې کاري او د شغلي او تحصیلي فرصتونو نشتوالی دی.
اړوند موضوعات:
برېټانیا له ایران سره د افغان کډوالو لپاره ۲۰۷ میلونه ډالره مرسته اعلان کړه
نیویارک ټایمز په خپل دې څېړنيز راپور کې لیکلي دي چې پر افغانستان د امریکا د مالي بندیزونو له امله دغه هېواد له تر ټولو سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ شوی دی.
ملګرو ملتونو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي نو ممکن دغه هېواد له بېساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.