برېټانیا له ایران سره د افغان کډوالو لپاره ۲۰۷ میلونه ډالره مرسته اعلان کړه 

0
166

برېټانیا له ایران سره د افغان کډوالو لپاره ۲۰۷ میلونه ډالره مرسته اعلان کړه 

یادې ادارې له بریتانیا څخه د دې مرستې مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا پیسې به ایران ته د تازه ورغلیو کډوالو د لومړنیو اړتیا پوره کېدو برخه کې پام وړ مرسته وکړي څو هغوی ته په دغه هېواد کې د ژوند کولو نسبتاً ښه شرایط برابر کړي.

 

(2021 / 12 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اعلان کړی دی چې بریتانیا د افغان کډوالو د مرستې لپاره ایران ته د ۲.۷ میلیون ډالرو ورکړې ژمنه کړې ده.

راپورونه وایي چې بریتانیا دا پیسې د هغو افغانانو د مرستې لپاره ایران ته ورکوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله دغه هېواد ته تللي دي.

یادې ادارې له بریتانیا څخه د دې مرستې مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا پیسې به ایران ته د تازه ورغلیو کډوالو د لومړنیو اړتیا پوره کېدو برخه کې پام وړ مرسته وکړي څو هغوی ته په دغه هېواد کې د ژوند کولو نسبتاً ښه شرایط برابر کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري راپور ورکړی دی چې د روان کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

Leave a reply