د کوېټ او قطر سرې میاشتې لۀ افغانستان سره روغتیايي مرستې ډېروي 

0
161

 د کوېټ او قطر سرې میاشتې لۀ افغانستان سره روغتیايي مرستې ډېروي 

  د قطري رسنیو د راپور پر بنسټ د قطر او کوېټ د سرې میاشتې بنسټونو په خپلو کې هوکړه کړې چې د اړمنو افغانانو لاسنیوی به کوي او په ګډه به روغتیايي او د خوراکي توکو مرستې کوي.

 

(2022 / 2 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قطر او کوېټ سرې میاشتې په ګډه له افغانستان سره روغتیايي او خوراکي مرستې کوي.

  د قطري رسنیو د راپور پر بنسټ د قطر او کوېټ د سرې میاشتې بنسټونو په خپلو کې هوکړه کړې چې د اړمنو افغانانو لاسنیوی به کوي او په ګډه به روغتیايي او د خوراکي توکو مرستې کوي.

  دوی ویلي چې په لومړي سر کې په کونړ، زابل او تخار کې د جګړو له امله د بېځایه شوو کورنیو لاسنیوی کوي او له دوی سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې کوي.

  دوی د دې کورنیو شمېر د ۴۵۰۰ په شاوخوا کې اټکل کړی دی.

اړوند موضوعات: 

 د ترکیې د سرې میاشتې رئیس ویلي چې افغانانو پۀ سخته کې اوږه راکړې؛ اوس وخت رارسېدلی چې مرسته ورسره وکړو

تر دې وړاندې هم قطر له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کړې دي او ژمنه یې کړې چې له افغانانو سره به خپلې مرستې پراخوي.

Leave a reply