امریکايي رسنۍ: لا هم زرګونه امریکايي وګړي افغانستان کې پاتې دي

0
72

امریکايي رسنۍ: لا هم زرګونه امریکايي وګړي افغانستان کې پاتې دي

د کانګریس غړو ویلي، چې په کابل کې تر چاودنې مخکې د پاتې امریکایانو شمېر ۱۵ زره کسان اټکل شوی و، خو په څو ورځو کې یوازې ۶ زره کسان ایستل شوي چې له همدې امله د ۹ زرو کسانو د پاتې کېدلو امکان شته دی.

 

(2022 / 2 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکايي رسنۍ وایي لا هم زرګونه امریکايي وګړي په افغانستان کې پاتې دي.

یوې امریکایي رسنۍ ددغه هېواد د کانګریس د غړو په حواله لیکلي چې لا هم په افغانستان کې د ۹ زره په شاوخوا کې امریکایي وګړي د تخلیې له ماموریت پاتې دي.

د کانګریس غړو ویلي، چې په کابل کې تر چاودنې مخکې د پاتې امریکایانو شمېر ۱۵ زره کسان اټکل شوی و، خو په څو ورځو کې یوازې ۶ زره کسان ایستل شوي چې له همدې امله د ۹ زرو کسانو د پاتې کېدلو امکان شته دی.

اړوند موضوعات: 

فراکن مکینزی ویلي چې په کابل هوايي کې ډګر کې د تخليې ماموریت ته دوام ورکوو

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د پاتې کسانو شمېر تر ۱۵۰ نه اوړي. په همدې تړاو ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران کانګریس ته سپیناوی هم ورکړي.

Leave a reply