اسټرالیایي ځواکونو افغان ځواکونه هم پر ملکي وګړو د ډزو لپاره هڅول 

0
47

اسټرالیایي ځواکونو افغان ځواکونه هم پر ملکي وګړو د ډزو لپاره هڅول 

سرچینه کاږي ددې پېښو عیني شاهدانو محکمې ته ویلي، چې د استراليايي پوځ تورنو قومندانانو عسکرو ته د بې وسلې افغانانو د وژلو امر کاوه خو کله کله یې افغان پوځيان هم دې ته اړ کول چې د عملیاتو پر مهال پر هر چا ډزې وکړي، ان که هغه به بېګناه ملکي وګړی هم و.

 

(2022 / 2 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

استرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د ماموریت پر مهال پخپله د ملکي افغانانو د وژلو تر څنګ افغان سرتېري هم دې ته هڅول چې پر بې وسلې افغانانو ډزې وکړي.

ګارډین ورځپاڼې د هغو استراليايي پوځیانو د محکمې له جریان راپور جوړ کړی چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژلو تورن دي.

سرچینه کاږي ددې پېښو عیني شاهدانو محکمې ته ویلي، چې د استراليايي پوځ تورنو قومندانانو عسکرو ته د بې وسلې افغانانو د وژلو امر کاوه خو کله کله یې افغان پوځيان هم دې ته اړ کول چې د عملیاتو پر مهال پر هر چا ډزې وکړي، ان که هغه به بېګناه ملکي وګړی هم و.

استرالیايي ځواکونو تر ډېره په ارزګان ولایت کې ماموریت ترسره کاوه، چې د راپورونو له مخې هلته یې پراخه ملکي مرګ ژوبله اړولې ده او ان په قصدي توګه یې ملکي وګړي په نښه کړي، شکنجه کړي، بندي کړي او وژلي دي. دمګړی په استرالیا کې د ګڼو هغه سرتېرو محاکمه روانه ده چې په دې پېښو کې ښکېل دي.

Leave a reply