امریکا پر ایران د بندیزونو لرې کولو سند تمدید کړ؛ ایران وايي دا هرڅۀ کافي ندي

امریکا پر ایران د بندیزونو لرې کولو سند تمدید کړ؛ ایران وايي دا هرڅۀ کافي ندي
بلخوا امریکا وایي دا بندیزونه لرې کول په دې مانا نه دي چې امریکا د اټومي هوکړې بیا راګرځولو ته تیاره ده، بلکې تر هغې ځایه ډېرې خبرې دي چې ایران یې باید ومني.
(2022 / 2 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران د امریکا پر وروستي اقدام غبرګون ښوودلی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په یوه فرمان کې پر ایران ځینې محدودیتونه لرې کړل، خو ایران وایي دا هر څه کافي نه دي.
د وین په مذاکراتو کې د ایران استازی علي شمخاني وايي د باور جوړولو او اټومي هوکړې ته د ورګرځېدلو لپاره باید امریکا لا ډېر اقدامات وکړي.
د ده په خبره دا هر څه کافي نه دي. بلخوا امریکا وایي دا بندیزونه لرې کول په دې مانا نه دي چې امریکا د اټومي هوکړې بیا راګرځولو ته تیاره ده، بلکې تر هغې ځایه ډېرې خبرې دي چې ایران یې باید ومني.






