ملي دفاع وزارت وایي پنځه افغان پیلوټان د حکومت په هڅونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

ملي دفاع وزارت وایي پنځه افغان پیلوټان د حکومت په هڅونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي
سرپرست وزیر دوی ته ډاډ ورکړی چې د کار بشپړ فرصت به ورته برابروي همدا راز یې پر نورو افغان پيلوټانو او کدرونو هم غږ کړی چې په هېواد کې پاتې شي او د پياوړي نظام په جوړولو کې ونډه واخلي.
(2022 / 2 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هېواد کې د نوي حکومت د کار له پیل سره سم دوی هڅې پيل کړې چې له هېواده وتلي کدرونه په تېره د هوايي ځواک پيلوټان بېرته هېواد ته د راتګ لپاره وهڅوي.
سرچینه وایي چې په همدې لړ کې د افغان هوايي ځواک پنځه پیلوټان بېرته خپلو دندو ته راستانه شوي دي. دوی د ملي دفاع له سرپرست وزیر سره کتلي دي او هغه ترې مننه کړې چې هېواد ته راغلي.
سرپرست وزیر دوی ته ډاډ ورکړی چې د کار بشپړ فرصت به ورته برابروي همدا راز یې پر نورو افغان پيلوټانو او کدرونو هم غږ کړی چې په هېواد کې پاتې شي او د پياوړي نظام په جوړولو کې ونډه واخلي.






