امریکايي رسنۍ وايي د امریکا پر حکومت یې خپل باور بایللی دی
امریکايي رسنۍ وايي د امریکا پر حکومت یې خپل باور بایللی دی
د امریکا حکومت بیا له ځان دفاع کوي او وایي دوی هغه مهال معلومات له رسنیو سره شریکوي، چې پر کره والي یې ډاډه شي او دقیق وي.
خو امریکایي رسنیو او خبریالانو ویلي چې د لویو مسایلو په اړه د امریکايي حکومت معلومات په وروستیو کې ناسم ثابت شوي دي.
(2022 / 2 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نیویارک ټایمز د یوه راپور له مخې امریکایي چارواکو په دوو لسیزو کې له رسنیو سره داسې ناسم معلومات شریک کړي چې له امله یې د زرګونه کسانو ژوند له خطر سره مخ شوی دی.
د سرچینې په خبره، امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي وو، چې عراق ذروي وسلې لري، خو دا خبر ناسم ثابت شو، په کابل کې یې په وروستي هوايي برید کې د داعش غړي وژلي، خو خبره ناسمه وه او تنکي ماشومان یې وژلي وو، همدا راز د لسګونه نورو ادعاوو په اړه هم د امریکا معلومات ناسم راختلي دي.
امریکايي رسنۍ وايي دوی تر دې وروسته د امریکايي چارواکو پر معلوماتو باور نه شي کولی او د حکومت پر ویاندویانو خلکو خپل باور بایللی دی.