وزیراعظم عمران خان د چین صدر سره کتلي

0
158

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې د چین په سفر دی، پاکستان ته له تګ مخکې د چین له ولسمشر سره وکتل.
وزيراعظم عمران خان تيره ورځ د چين اولس مشر شي جين پنګ لخوا په ميلمستيا كښې ګډون وكړو په دې موقع هغه خپل چينائي صدر سره وليدل او د چائنا انرجۍ او انجينئرنګ كارپوريشن او پاور چائنا له مشر سره يې هم آن لائن ملاقات وكړو۔
د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د پاکستان د انرژۍ په سکتور او پانګونې ته پام او په دې موضوع مهمه ټینګار وشو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي، د خزانې وزير شوكت ترين، د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر او د تجارت صلاحكار هم موجود وو۔
د راپورونو له مخې لومړي وزیر عمران خان په چین کې د ازبکستان له ولسمشر سره هم لیدلي دي.
ياده دې وي چې وزيراعظم عمران خان د چين د مهمو ادارو له مشرانو سره هم ليدلي دي.غونډې د سي پیک پر روانو پروژو د پرمختګ د بیا کتنې په ترڅ کې د ډیجیټل، روغتیا، سوداګرۍ او صنعتي دهلیزونو په اړه ټینګار هم وکړو او دې پروژو ته ی بیا کتنه هم وکړه.

Leave a reply