د ترکیې د سرې میاشتې رئیس ویلي چې افغانانو پۀ سخته کې اوږه راکړې؛ اوس وخت رارسېدلی چې مرسته ورسره وکړو
د ترکیې د سرې میاشتې رئیس ویلي چې افغانانو پۀ سخته کې اوږه راکړې؛ اوس وخت رارسېدلی چې مرسته ورسره وکړو
هغه څرګنده کړې ده چې دوی په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه همکاریو ته ژمن دي او له نورې نړۍ هم غواړي چې د جګړه ځپلو افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.
(2022 / 2 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې رییس کریم کنیک افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې افغانان او ترکان د یوې کورنۍ د غړو په څېر دي.
هغه زیاته کړې ده چې افغانانو په لومړۍ نړیواله جګړه کې ترکانو ته اوږه ورکړې ده، نو دوی به هم په هر ډول بدو شرایطو او ستونزو کې د هغوی تر څنګ ولاړ وي.
کنیک له افغانستان سره د خپل هېواد له لوري د بشري مرستو د دوام خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې د دوی مرستې د ورورګلوۍ دي.
هغه څرګنده کړې ده چې دوی په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه همکاریو ته ژمن دي او له نورې نړۍ هم غواړي چې د جګړه ځپلو افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.