د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت وايي چې غواړي ترکیې سره اړیکې لا پیاوړې کړي 

0
186

د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت وايي چې غواړي ترکیې سره اړیکې لا پیاوړې کړي 

هغه دغه راز ویلي چې حکومت یې له ترکیې سره پیاوړې اړیکې غواړي او چمتو دی چې ترکي پانګوالو او سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي څو دوه اړخیزه سوداګري لا پراخه شي.

 

(2022 / 2 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان مقتي نن په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له رییس کریم کنیک او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې متقي په دغه لیدنه کې ویلي چې ترکیه دې افغان کډوالو، محصلینو، سوداګرو او دغه هېواد ته د درملني لپاره تلونکو افغانانو ته د وېزو په ګډون په نورو برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

اړوند موضوعات: 

 د ترکیې د سرې میاشتې رئیس ویلي چې افغانانو پۀ سخته کې اوږه راکړې؛ اوس وخت رارسېدلی چې مرسته ورسره وکړو

هغه دغه راز ویلي چې حکومت یې له ترکیې سره پیاوړې اړیکې غواړي او چمتو دی چې ترکي پانګوالو او سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي څو دوه اړخیزه سوداګري لا پراخه شي.

Leave a reply